This book has been published by Osoul Center and it talks about some of Islamic rulings.
د کتاب په اړه: د اهل السنت و الجماعت په نېز له قران کريم څخه وروسته نبوي حديث د احکامو لپاره دوهم مصدر دی، نبوي سنت هم ستره مرتبه لري او دومره تشريعي قوت لري چې ترسره کول یې پر مسلمان لازمي دي او اتباع يې واجب ده، که د سند او متن له مخې حدیث دروست ثابت شي نو د اسلامي شريعت د ودانۍ لويه برخه هم تشکيلوي او د حکم په تصديق کې يې هر صحيح او صریح خبر او عمل د قران په مرتبه کې دی، په دې د مخکنو سلفو علماؤ او اوسنيو پېرو کارو علماوو اتفاق رايه ده، نو په رسالت باندې زمونږ د ايمان له مخې مو فرض وګڼله چې خلک باید د اسلامي دین له هغې چينې خړوب شي چې په هواء پرستۍ يې اوبه نه وي خړې شوې، ترڅو په علم او ديني بصيرت د ګرد انسانيت سردار صلی الله علیه وسلم په ارشاداتو علم او عمل دواړه ولري.