This book has been published by Osoul Center and it talks about the description of prayer of the prophet Muhammad (peace be upon him).
دکتاب په اړه: له شرک څخه پاک اسلامي دين په خورا قوي بنيادونو او پياوړي بنسټونو اېښودل شوی دی چې له دغې بنيادونو څخه يو هم لمونځ دی، لمونځ ګڼ شمېر فضايل لري، ګرد نېک عملونو پر لمونځ باندې څرخيږي، که د قيامت په ورځ لمونځ دروست وخيژي ټول نېک عملونه به دروست وي، او که دروست ونه خيژي نو انسان له زيان او تاوان سره مخ شو، د لمونځ لوړې مرتبې او ستر شرف له کبله يې اسلامي شريعت ارکان او واجبات په ښه توګه بيان کړي دي، د هغه سنت طريقې او مستحبات يې لا ښه څرګند کړي دي، ټول احکام او تفاصيل يې ورله شرحه او فصل کړي دي، ليکوال په دې کتاب کې ټول د مذکوره صحيح او صريح حديثونه شامله معنی برسېره د حديث ګټې او فايدې هم ذکر کړي دي، هر حديث يې له مرکزي عنوان لاندې راوړی دی چې لوستوال ترې په ډېره اسانه ګټه اخستلی شي، الله رب کريم دې په دې کتاب سره ګرد اسلامي امت ته عالم وي که جاهل، مشر وي که کشر، نارينه او که زنانه ګټه ورسوي .